افغانستانخبرونه

اسلام اباد کې د طالبانو سفیر له ملګرو ملتونو د کډوالو برخه کې د مرستې غوښتنه کړې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۷مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

په اسلام آباد کې د طالبانو د سفارت شارژدافیر سردار احمد شکیب په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له مشر سره د کتنې پر مهال ویلي چې ملګري ملتونه باید د افغان کډوالو ملاتړ وکړي.

هغه ټینګار کړی، افغان اتباع حتی هغه کسان چې ویزې او د اوسېدو اسناد هم لري، نیول کېږي او ځورول کېږي.

شکيب ویلي چې، د دې لیدنې موخه دا وه، هغه افغان کډوال چې په دې وروستيو کې په اسلام اباد او شاوخوا سيمو کې له ستونزو سره مخ دي او په اسلام آباد او راولپنډۍ کې د پوليسو له خوا ځورول کېږي.

د پاکستاني رسنیو د وروستیو راپورونو له مخې؛ اسلام آباد د روان کال له پیل راهیسې، په دغه هېواد کې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت ګامونه پورته کړي دي.