کابل ټیلیګراف

پکتیا کې ۷۳۰ کیلوګرامه چرس نیول شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

پکتیا کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، چې د دغه ولایت په احمدخیلو ولسوالۍ کې د نشه‌یي توکو درې کارخونې کشف او ۷۳۰ کیلوګرامه چرس نیول شوي دي.

د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کارخونې تېره ورځ کشف شوي دي.

سرچېنې لیکلي چې په دغو عملیاتو کې یې ۷۳۰ کیلوګرامه چرس او یوه اندازه وسایل نیول دي.

طالبانو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.