افغانستانخبرونه

طالبانو وایې ۴۵ زره راستنو شویو کډوالو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي دي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۴۵ زره راستنو شویو هېوادوالو ته کاري زمینې برابرې شوې دي.

د دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په تېرو درېیو کلونو کې یې ۴۵زره او ۷۰۰ راستنېدونکو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې په تېرو درې کلونو کې له پاکستان او ایران څخه له څلور میلیونو زیات افغان کډوال هیواد ته بېرته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له ایران او پاکستان راستانه شوي کډوال شکایت کوي چې، هیواد ته له راستنېدو وروسته له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.