کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندهیر جیسوال وايي، هېواد یې هڅه کوي چې له طالبانو او افغان ولس سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.
نوموړي دا څرګندونې د یو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال مطرح کړي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ترمنځ وروستۍ لیدنه یې د «لوړې کچې تعامل» بللی دی.
هغه زیاته کړې چې هند به له افغانستان سره د ورزش او بشرپاله مرستو د زیاتوالي په برخه کې همکاري وکړي.
نوموړي په ټينګار سره ویلي چې نوی ډیلي غواړي له افغانستان سره خپلې اوږدمهاله اړیکې روانې وساتي.