افغانستانخبرونه

په هرات کې یو کس خپله لور وژلې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په هرات کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې یو کس خپله ځوانه لور په ډزو وژلې ده.

سرچینه وایې چې دغه پېښه وړمه ورځ د هرات چشت‌شریف ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې چې پرمهال یې پلار خپله ځوانه لور په ډزو وژلې ده.

سرچینه د یادې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی یادو.

تراوسه هرات کې طالب چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

له دې څه موده وړاندې په هرات کې یو کس هم خپل مور په ډزو وژلې وه.

په دې وروستیو کې د هیواد په مختلفو سیمو کې د ښځو پر وړاندې دا ډول پېښې زیاتې شوي چې لامل یې تر ډیره کورنی تاوتریخوالی بلل کیږي.