افغانستانخبرونه

د پاکستان له زندانونو ۲۹ افغانان خوشې شول

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو قونسلګرۍ ویلي، چې د دغه هیواد د پولیسو له لوري نیول شوي ۲۹ افغانان له مختلفو زندانونو ازاد شول.

د طالبانو قونسلګرۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا کسان تېره ورځ خوشې شوي دي.

خبرپاڼې د طالبانو له قوله ویلي چې دا کسان د پاکستاني پولیسو له خوا د کډوالۍ کارټونو د درلودو سربېره نیول شوي وو.

خبرپاڼه زیاتوي چې له دې څو ورځې مخکې شپږ نور کډوال هم د پاکستاني پولیسو له بنده ازاد شوي وو.

د مالوماتو له مخې په تېرو دوو اونیو کې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ۸۰ افغانان خوشې شوي دي.

 په دې وروستیو کې پاکستاني پولیسو د دغه هیواد په پلازمېنې او نورو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې ده.