کابل ټيليګراف (د مرغومې ۳۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) ویلي چې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د هرات په انجیل ولسوالۍ کې یې ۴سوه تنو ته چې اکثریت به یې ښځې وي د غالۍ اوبدلو تر څنګ د پروسیس یو مرکز جوړوي.
یاد سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه مرکز د جوړېدو چارې پیل شوي چې په نږدې راتلوونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې په دغه مرکز کې به د غالیو د پروسس برخه هم وي، چې غالۍ پلور ته چمتو شي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ زیاته کړې چې دغه مرکز د سعودي عربستان په مالي مرسته جوړېږي، چې د غالیو اوبدلو د صنعت د پیاوړتیا په برخه کې به ځانګړی رول ولوبوي.