کابل ټيليګراف (د مرغومې ۳۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی د روان هجري لمریز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې، د څه باندې ۲۹ میلیونه ډالرو په ارزښت زعفران نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، ډيری دغه زعفران هند، اسپانیا، سعودي عربستان، امریکا، فرانسې او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.
له دې سره سم د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت هم په روان کال کې، د زعفرانو د حاصلاتو له ډېرېدو خبر ورکړی دی.
بلخوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه په نړۍوالو بازارونو کې د افغانستان د زعفرانو ارزښت ته په اشارې سره له افغان زعفران کارانو پر لا ډېر ملاتړ ټینګار لري.