افغانستانخبرونه

د واورې ورېدنې له امله د کابل – بامیان لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۳۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په بامیانو کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې، د درنې واورې ورېدو له کبله د کابل – بامیان لویه لار او د بامیان – غور او بامیان – دایکندي لارې د تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې دي.

په بامیانو کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کابل – بامیان لویه لار په حاجي‌ګک کوتل کې د درنې واروې ورېدو له کبله تړل شوې ده.

خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه راز د غور پر لار شاتو کوتل او له دایکندي سره پر پوله قوناق کوتل هم د واورې ورېدو له کبله بند دي.

په همدې حال کې د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې درنو ورښتونو وړاندوینه کړې ده.