افغانستانخبرونه

په هلمند کې د یوې مدرسې زده‌کوونکي ځان‌وژنه کړې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۳۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په هلمند کې ځایي سرچینو خبر ورکړی چې د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په یوه دیني مدرسه کې یو زده کوونکي ځان وژنه کړې ده.

سرچینه زیاتوي دغه زده کوونکي تېره ورځ د لښکرګاه ښار په یوې جهادي مدرسه کې ځان وژلی دی.

تراوسه د یادې پېښې انګیزه مالومه نه ده او نه یې هم په اړه طالبانو څه ویلي دي.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ځان وژنې دا ډول پېښې زیاتې شوي چې لامل یې تر ډیره کورنۍ تاوتریخوالی، اقتصادي ستونزې او رواني ناروغۍ بلل کیږي.