افغانستانخبرونه

په کاپیسا کې د ځنګله د وېش پر سر شخړ کې یو کس وژل شوی او ۲۱ نور ټپیان شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۳۰مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په کاپيسا کې د طالبانو سیمه ییز چارواکو ویلي چې، په دغه ولایت کې د ځنګله د وېش پر سر دوو کورنیو ترمنځ په وسله‌واله شخړه کړې یو کس وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د کاپیسا لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا وسله‌واله نښته په الاسای ولسوالۍ کې د «چای‌خېل او معصوم» کلیو اوسېدونکو ترمنځ شوې ده.

خبرپاڼې زیاته کړې چې ټپيان پر وخت روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوي چې ډاکترانو یې وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

خبرپاڼه کې د یادې پېښې په تور د یو کس د نیول کېدو خبر ورکړل شوې دی.

له دې وړاندې په لغمان کې هم د دوو قومونو ترمنځ په خپلمنځي نښته کې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.