افغانستانخبرونه

په بادغیس کې یو کس د دیوال نړېدو په پېښه کې مړ شوی

کابل ټيليګراف (سلواغې دویمه– ۱۴۰۳ لمريز)

په بادغیس کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت په ابکمرې ولسوالۍ کې یو کس د دیوال نړېدو په پېښه کې ساه ورکړې ده.

سرچینه زیاتوي چې پېښه تېره ورځ د ابکمري ولسوالۍ په «دایزنګي» کلي کې شوې ده.

د مالوماتو له مخې پېښه هغه مهال رامنځته شوېچې دا کس په خپل کور پر دیوال نړولو بوخت و.

سرچینو د دغه کس عمر شاوخوا ۷۰ کاله ښودلی دی.

له دې وړاندې هم په ځینو ولایتونو کې ورته پېښې شوې دي او مرګ ژوبله یې اړولې ده.