کابل ټيليګراف (د دلوې دوېیمه – ۱۴۰۳ لمريز)
په کولمبیا کې د وسله والو ډولو ترمنځه په نښته کې د مړو شویو کسانو شمېره اتیا تنو ته لوړه شوه.
په دغه هېواد کې د وسله والو یاغي ډلو ملي آزادۍ پوځ (ELN) او د کولمبیا د پخواني انقلابي وسله والو ځواکونو (FARC) د ۳۳مې جبهې ترمنځ دغه نښتې له تېرو څو ورځو راهیسې پیل شوي دي.
د شمالي سانټینډر ښار والي ویلیم ویلامیزار رسنیو ته ویلي، د دغه نښتو له امله له ۸۰ تنو څخه ډیر کسان وژل شوي او شل تنه نور ټپیان دي.
د دغه جګړې له امله له سیمې څخه شاوخوا لس زره کسانو کډوالۍ ته مخه کړې او د امنیتي اندیښنو له امله د جنوري له ۲۰مې نیټې څخه د کاتاتمبو په ټوله سیمه کې ټول ښوونځي تړلي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شوو ویډیوګانو کې هغه شیبې ښکاري چې جسدونه په سړکونو کې پراته دي او په کورونه چاپې وهل کیږي.