کابل ټيليګراف (سلواغې دویمه– ۱۴۰۳ لمريز)
په لغمان کې د طالبانو سیمه ییز مسوولان وايي، چې د دغه ولایت په علینګار ولسوالي کې د اورلګېدنې له امله دوه نجونې مړې شوې دي.
د دغه ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د علینګار ولسوالۍ نورلام صاحب اړوند پریانې کلي کې د یو ځایي اوسېدونکي عزیزالله په کور کې د اور لګېدنې پرمهال د نوموړي دوه لورګانې چې یوه یې شپږ کلنه او بله یې درې کلنه وه د اورلګېدنې له امله مړې شوي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې د یادې اورلګېدنې پرمهال د نوموړي د کور ټول وسایل له منځه تللي دي.
تراوسه د یادې پېښې لامل څرګند نه دی خو په افغانستان کې ډير کله دا ډول پېښې د هوا په سړېدو سره د کورنیو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته کیږي.