خبرونهنړۍ

ایران او پاکستان ګډ سمندري پوځي تمرینات ترسره کوي

کابل ټيليګراف (سلواغې دویمه– ۱۴۰۳ لمريز)

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د ایران او پاکستان د پوځي چارواکو د هوکړې پر بنسټ خبر ورکړ چې ایران ته په پاکستان کې په نړیوالو سمندري تمریناتو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده او په دې مراسمو کې به ګډون وکړي.

جنرال محمد باقري، چې پاکستان ته تللی و، تېره شپه د پاکستان دفاع وزیر سره له لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل چې پاکستان ایران ته بلنه ورکړې چې د پاکستان د سمندري ځواکونو په پنځه ویشتم څو مليتي تمریناتو کې برخه واخلي، او موږ دا بلنه د امکان تر کچې ومنله.

هغه دا هم وویل چې پاکستاني چارواکو سره د کتنې په جریان کې، د ایران په سمندري تمریناتو کې د پاکستان د ګډون او د مختلفو سرحدي تبادلو د زیاتوالي په اړه هم د دواړو خواوو لخوا هوکړه وشوه.

باقري وويل چې د ايران او پاکستان وسله والو ځواکونو د پولې او له ترهګرو سره د مبارزې په اړه په تفصیل سره بحث او پریکړې وکړې.

ویل کیږي، په دغه لیدنه کې د سیمه ییزو او افغان مسلو په اړه هم خبرې اترې او د همکارۍ پر اړتیا ټینګار شوی.