کابل ټيليګراف (سلواغې دویمه– ۱۴۰۳ لمريز)
د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند په ترڅ کې د بندیانو د تبادلې دویم پړاو د راتلوونکې یکشنبې په ورځ ترسره کیږي.
حماس په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې اسرائیلو سره د بندیانو د تبادلې دوهم پړاو به راتلونکې یکشنبه ترسره شي.
د دغه اعلامیې له مخې د اسرائیلي او فلسطیني بندیانو لیست به د شنبې په ورځ دواړو خواوو ته وړاندې شي.
ویل کیږي، په دې مرحله کې، به څلور اسرائیلۍ ښځینه بندیانې د یو سل او شل فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې کېږي.