
کابل ټیلیګراف – ۲۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې نړیوال جام ته د غوراوي پړاو سیالیو په لړ کې سیالۍ عمان لوبډلې ته ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې لومړۍ بریا خپله کړه.
افغان ځوانانو د سیالې عمان لوبډلې د ۹۱ منډو هدف په ۱۲م اور کې د خپلو دوه لوبغاړو په زیان سره بشپړ کړ او دغه لوبه یې د ۸ ویکټو په توپیر په خپله ګټه پای ته ورسوله.
په افغان لوبډله کې خالد احمدزي ۴۰ او عزیز خان نیازي ۲۷ منډې جوړې کړې.
د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله به سبا سهار ۸:۱۵ بجې د یادو سیالیو په ترڅ کې د خپلې دویمې لوبې په موخه د هانګ کانګ لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ دګر ته ښکته شي.