
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي اعلان کړی چې، په ننګرهار او کونړ کې د تېرې شپې مرګونې زلزلې له اغېزمنو کورنیو سره ۵۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته کوي
عزیزي په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې کونړ او ننګرهار کې زلزله ځپلو سیمو ته یې خپل د سروې او تثبیت ځانګړې ډلې استولې چې، د سروې له بشپړېدو وروسته به اغېزمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ور ورسول شي.
نوموړي دغه راز کونړ او ننګرهار کې له زلزله ځپلو سره خواخوږي ښودلې او ډاډ یې ورکړی چې اغېزمنو شویو کورنیو سره به ځانګړې مرستې کوي.
دغو زیانمنو کورنیو سره د طالبانو حکومت د سل میلیونه افغانیو مرستې سربېره ګڼو بهرنیو هېوادونو د خواخوږۍ ترڅنګ د نغدي او لومړنیو توکو د مرستو ژمنې کړې.
د یادونې وړ ده چې کونړ او ننګرهار کې د تېرې شپې وېجاړونکې زلزلې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۸۰۰ ډېر هېوادوال مړه او له ۲۵۰۰ ډېر نور ټپیان کړل.
د وروستیو معلوماتو له مخې د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له کبله د کونړ ولایت په نورګل، څوکۍ، وټه پور، ماڼوګۍ، چپه دره او نورو سیمو کې ۸۰۰ څخه زیات مړه او تر ۲۵۰۰ زیات ټپیان دي.
دغه راز په ننګرهار کې بیا ۱۲ تنه مړه او تر ۲۵۰ زیات ټپيان دي. اخوا بیا په لغمان کې ۵۸ تنه ټپيان شوي دي.