افغانستانخبرونه

پروان کې د امربالمعروف د یو محستب جسد موندل شوی

کابل ټيليګراف (سلواغې ۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په پروان کې ځایي سرچینې وایې  چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې د  یو غړي مړی موندل شوی دی.

سرچینې ویلي چې وژل شوی د امربالمعروف غړی په اصل د لغمان ولایت اوسېدونکی و، چې څو ورځې مخکې د ننګرهار له مربوطاتو څخه لادرکه شوی و.

سرچینه زیاتوي د یاد محتسب جسد طالبانو لغمان ته انتقال کړی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.

تراوسه د یاد کس د وژل کېدو انګېزه څرګنده نه ده او نه یې هم کومې ډلې د وژل کېدو مسوولیت منلی دی.

له دې وړاندې هم د هیواد په ځینو ولایتونو کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې ځینې محتسبین د ناپېژنده وسله والو له لوري وژل شوي وو.