
کابل ټیلیګراف – ۲۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
سمنګان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په حضرتسلطان ولسوالۍ کې له تېرو جګړو پاتې یوې هاوان مرمۍ چاودنې له امله درې کسان ټپیان شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې یاده پېښه نن له غرمې مخکې د دغه ولایت حضرتسلطان ولسوالۍ په «ګوردره» سیمه کې شوې ده.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، د یادې ولسوالۍ درې تنکي ځوانان د څارویو څرولو پر مهال له یوې هاوان مرمۍ سره چې له تېرو جګړو پاتې وه، مخ شوي، د لوبو پر مهال مرمۍ چاودنه کړې او درې واړه ټپیان شوي دي.
طالبانو ویلي، ټپیان یې روغتون ته لیږدولي دي.