خبرونهنړۍ

پاکستان غزې ته سل ټنه د بشري مرستو کڅوړه لیږلې

( کابل ټيليګراف (کب ۶مه – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د پاکستان حکومت غزې ته د فلسطینیانو لپاره د ۱۰۰ ټنو لومړنیو توکو په ګډون، د دغه هېواد د بشري مرستو ۱۴مه کڅوړه ولېږله.

دغه مرسته پرون د کراچۍ له نړیوال هوايي ډګر څخه د مصر العریش ښار ته ولیږدول شوه.

د یادونې وړده، د پاکستان حکومت په تېرو يو نيم کال کې د غزې، لبنان او سوريې خلکو ته د بشري مرستو ٢٥ کڅوړې لېږلې دي.