کابل ټيليګراف (سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په خوست کې د طالبانو سیمه ییز مسوولان وایې چې د دغه ولایت په مرکزي زندان کې په لومړي ځل د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې له لوري د حرفوي زده کړو مرکز پرانيستل شو.
د خوست د زندان لپاره د طالبانو امر ذبېحالله طلحه وايي، د حرفوي زدهکړو دغه مرکز کې به ۶۰ زندانيانو لپاره د برښنا په برخه کې زدهکړې ورکړل شي او شپږ مياشتې به دوام وکړي.
د هغه په خبره دې پروسې موخه دا ده چې زندانيان له ازادېدو وروسته بيا جرمونو ته مخه نهکړي او د خپلو کورنيو اړتياوې په اړوند برخه کې له کار کولو پوره کړي.
په ورته مهال زندانيان هم خوښ دي چې د برق په برخه کې ورته د حرفوي زدهکړو زمينه برابره شوې.
زندانیان غوښتنه کوي چې په نورو حرفو کې دې هم ورته د زده کړو فرصت برابر او دا پروسه دې لا پسې پراخه شي.
د مالوماتو له مخې دا مهال د خوست په مرکزي زندان کې د ۲۰ ښځو په ګډون ۹۸۸ کسان بندیان دي.