افغانستانخبرونه

د سالنګ لویه لاره د واورې ورښت له امله تړل شوې

کابل ټيليګراف (سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د تولګټو وزارت مسوولان وايي چې د سالنګ لویه لاره د واورې ورښت او توپان له امله د هر ډول موټرو د تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې.

 د یاد وزارت لپاره طالب ویاند اشرف حق شناس ویلي، چې د سالنګونو د ساتنې ریاست کارکونکي د لارې د بیا پرانیستو هڅې کوي او له هېوادوالو یې غوښتي چې د ټولګټو چارو وزارت تر بلې خبرتیا دې د سالنګونو په لور نه ورځي.

د سالنګ لویه لاره پلازمېنه کابل د هېواد له نهو شمالي ولایتونو سره نښلوي او له اقتصادي اړخه مهمه او حیاتي لاره بلل کېږي.

 د افغانستان ډېری سوداګریز توکي له همدې لارې شمال او له هغه ځایه ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول کېږي او له شمال څخه بیا پر همدې لاره کابل، سوېلي‌، ختیځ او نورو ولایتونو ته راوړل کېږي.