خبرونهنړۍ

د لاس انجلس اور زیاتېدو له ویرې ۲۵زره کسانو ته د سیمې څخه د وتلو امر شوی

کابل ټيليګراف (د سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)

را پورونه وایي، د امریکا کلیفورنیا ایالت لاس انجلس ښار کاستیک جهیل ته څېرمه ځنګلونو کې د تازه اورلګیدو او په چټکۍ د خپریدو له امله په سیمه کې ۲۵ زره کسانو ته د کورونو پرېښودو او ۵ سوه بندیان نورو زندانونو ته د لیږد امر شوی دی.

د خبر له مخې، د طوفاني بادونو له امله د لاس انجلس کاونټي د اور وژنې اداره او د انګلیس د ملي ځنګلونو کارکوونکي د چورلکو او وړو الوتکو په وسیله د اور په وژلو بوخت دي.

ویل کیږي، تازه اور لګیدنې او د طوفاني بادونو له امله په دوه ساعتونو کې ۵ زره جریبه سیمه د اور لګېدنې ښکار شوه.

د جنورۍ له اومې څخه په لاس انجلس کې د اور وژنې هڅې پیل شوي او تر اوسه په یاده اورلګیدنه کې ۲۷ تنو خپل ژوند بایللی.