کابل ټيليګراف (سلواغې ۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند اعلان وکړ، چې د دغه هېواد له حکومت سره نور مذاکرات نه کوي او پیل شوي مذاکراتو وخت هم پای ته ورسید.
د دغه ګوند ټاکل شوي مشر ګوهر د اډیاله بند خونې څېرمه رسنیو سره خبرو کې دغه اعلان وکړ.
هغه وايي چې د تحریک انصاف بنسټګرو د خبرو اترو د ختمولو پرېکړه کړې ده.
تحریک انصاف ګوند وايي، حکومت باید د دوی سره د خبرو لپاره د اوه ورځو په اوږدو کې کمیسون جوړی وو، خو یاده چاره یې ترسره نکړه.
د یادونې وړده، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان له تیرو نږدې دوه کالونو راهیسې په زندان کې دی.