افغانستانخبرونهلوبې

د بدن ښکلا افغان تل علي رضا اساهي ومړ!

کابل ټيليګراف (د سلواغې ۴مه – ۱۴۰۳ لمريز

د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبغاړي علي رضا اساهي په ناڅاپي توګه د زړه درېدو له امله ساه ورکړې ده.

د افغانستان د بدن د ښکلا ملي فډراسیون خبر ورکړی دی چې استاد علي رضا اساهي نن پنجشنبه د جنورۍ په ۲۳مه نېټه په کابل کې وفات شوی دی.

نوموړي دوه ځله د بدن ښکلا په نړیوالو سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه کړی او د سرو زرو مډالونه یې ګټلي وو.

ورستی ځل دوه نيمې مياشتې وړاندې د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې په مالديف هېواد کې نوموړي دغه اتلولي ترلاسه کړه او د افغانستان نوم يې د سيالانو په سر کې اوچت کړ.

په دغو سياليو کې افغان ورزشکارانو پر خپل شخصي لګښت د افغانستان په استازيتوب ګډون کړی و.

علي رضا اساهي د يوې غريبې کورنۍ يوازينی سرپرست و، چې د ژوند له لوړو ژورو تېر شوی و او دغه مقام يې ترلاسه کړی و.

نوموړي په هېواد کې زرګونه ورزشکاران روزلي، په کابل کې اوسېده او په وروستيو کې يې په يوه مرکه کې ويلي وو، چې بهر ته د تګ او هلته د اوسېدنې اراده نه لري.

څو ورځې وړاندې په کابل کې د غړو د ښکلا يو بل ورزشکار صفي الله ارين هم د زړه د درېدو له امله ساه ورکړې وه.