کابل ټيليګراف (سلواغې 5مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د افغانستان د بدن د ښکلا د ملي ستوري علي رضا اساهي جنازه نن خاورو ته وسپارل شوه، بلخوا راشد خان د هغه د کورنۍ سره د مرستې ژمنه کړې.
اساهي پرون د زړه د دریدو له امله ساه ورکړه او نن یې د کابل په سخي زیارت کې جنازه ترسره شوه، چې په کې لوبغاړو او عامو خلکو ګډون کړی و.
د افغانستان لپاره د بدن د ښکلا په سیالیو کې دوه ځله اتلولۍ ګټونکی دغه اتل د خپل ژوند په اوږدو کې همېش له بې وزلې څخه کړیده.
د هغه له مرګ وروسته د افغانستان د شل اوریزو لوبو کپتان راشدخان ژمنه کړې، چې له کورنۍ سره به یې تر خپل توانه مرسته وکړي.