کابل ټيليګراف (سلواغې 5مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د هالنډ پارلمان د امریکا د بندیزونو د ګواښونو په وړاندې د مشخصو اقداماتو ترسره کولو مسوده تصویب کړه.
په دغه مسوده کې ټینګار شوی، چې هالنډ هېواد د نړیوالې جنایي محکمې د کوربه هېواد په توګه ځانګړی مسؤلیت او ملي ګټې لري او په کې د امریکا لخوا د بندیزونو ګواښ ته اشاره شوې.
په دغه مسوده کې د هالنډ له حکومت څځه غوښتل شوي، چې د بندیزو د اغیزو د کمولو په مخه جدي او بېړني اقدامات ترسره کړي.
د یادونې وړده، چې د جرمونو نړیوالې محکمې د نتنیاهو او ګیلانټ حکم کړی وو، چې امریکا له دغه پرېکړې سره مخالفت کړی.
د نومبر په ۲۱مه، د امریکا د خدماتو د غړو د ساتنې قانون نافذ شو ترڅو په محکمه باندې بندیزونه ولګوي.