افغانستانخبرونه

د زده کړو نړیواله ورځ؛ حامد کرزي یو ځل د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې د پرانیستلو غوښتنه وکړه

 کابل ټيليګراف (سلواغې 5مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په داسې حال کې چې نن د جنورۍ ۲۴مه د زده کړو نړیواله ورځ ده، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هیله ښودلې، چې په هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.

حامد کرزي په خپل پیغام کې علم او پوهه د پرديو له احتیاجه د خلاصيدو یوازینۍ لار بللې.

دا لومړی ځل ندی، چې حامدکرزی د نجونو د زده کړو پرمخ د دروازو د پرانیستې غوښتنه کوي، بلکې په سلګونو اعلامیو کې یې په یادې چارې ټینګار کړی.

طالبان د نجونو پرمخ د ښوونځیو او لوړو زده کړو دروازو د پرانیستې په موخه تر امرثاني پورې د پیل کېدو خبر ورکړی، خو دا امرثاني نږدې څلور کلن کیږي، خو نوی امر یې نه راځي.