کابل ټيليګراف (سلواغې 5مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د کرکټ نړیوالې شورا د یوه ورځنیو لوبو د کال غوره اعلان شوې لوبډله کې په لومړي ځل درې افغان لوبغاړو ته ځآی ورکړل شوی.
په دغه لوبډله کې رحمن الله ګربز، عظمت الله عمرزی او الله محمد غضفر اعلان شوي دي.
په دې لوبډله کې د پاکستان هم درې لوبغاړي اعلان شوي، خو د سرلینکا ۴ لوبغاړو ته ځآی ورکړل شوی، دغه راز د ویسټ انډیز یو لوبغاړی هم په دغه لوبډله کې اعلان شوی دی.
د یادونې وړده، چې تر دې وړاندې دوه ځلې راشدخان د کال غوره لوبډلو کې اعلان شوی دی.