خبرونهنړۍ

هند کې د وسلو جوړولو په یوې فابریکه کې د چاودنې له امله ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټيليګراف (سلواغې 5مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د هندوستان هيواد په مهاراشترا ایالت کې د وسلو جوړولو په یوي فابریکه کي د چاودني له امله اته تنه وژل شوِ او اوه نور ټپیان دي.

رسنۍ وایي، نن سهار د دغې زورورې چاودنې غږ په شاوخوا ۵ کیلو متره لرې فاصله کې هم اوریدل شوی دی.

د یادونې وړده، چې تر دې وړاندې هم د هند د وسلو جوړولو په فابریکو کې چاودنې رامنځټه شوي او له امله یې ورته تلفات اوښتي دي.