خبرونهنړۍ

کویټ د خپلو ۳۸ تنو وګړو څخه د دغه هېواد تابعیت واخیست

کابل ټيليګراف (سلواغې 5مه– ۱۴۰۳ لمريز)

کویټ د هغه ۳۸ تنو وګړو څخه تابعیت بېرته واخیست، چې د دغه هېواد د وفادارۍ قانون څخه یې سرغړونه کړې وه.

د کویت ښار د رسنیو د راپور له مخې، د الجزیرې لاینز موسسې سره د تړاو له امله د کویټ د پنځو اتباعو تابعیت لغوه شو، دغه راز له حزب الله سره د مالی ملاتړ په تور د کویتی ۱۱ اتباعو تابعیت لغوه شوی دی.

د کويټې رسنۍ وایي، د ابدالي سيل په مقدمه کې د کويت د 22 نورو وګړو تابعيت هم لغوه شوی دی.