کابل ټيليګراف (سلواغې ۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په کاپيسا کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایې چې د دغه ولایت د دویمې حصې ولسوالۍ په نورخېل کلي کې د یوې خونې چت لوېدو له امله یوه ماشوم مړ شوی او پلار یې ټپي شوی دی.
د دغه ولایت د امنیي قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه د دغه ولایت د د دویمې حصې ولسوالۍ په نورخېل کلي کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه کې د یادې پېښې لامل څرګند نه دی خو ډیر کله دا ډول پېښې د بارانونو او تېزو بادونو پرمهال د هیواد په بېلابېلو سیمو کې رامنځته کیږي.