کابل ټيليګراف (سلواغې ۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ښځو د ازادۍ پر لور غورځنګ د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو پر زده کړو د بندیز په لګولو سره افغان نجونې په تیارو کې بندیانې کړې دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې زدهکړه د انسانانو یو بنسټیز حق دی خو طالبانو پر نجونو د زده کړو بندیز سره نه یوازې د زده کړې حق ردوي، بلکې د ټولنې د نیمایي برخې له هویت او وړتیا هم انکار کوي.
په خبرپاڼه کې دغه غورځنګ یادونه کړې چې له زده کړو د ښځو محرومیت ټولنه د فکري او اقتصادي انزوا پر لور بیایي.
خبرپاڼه کې له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو پر طالبانو د فشار غوښتنه شوې څو د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي.
له درېیو کلونو زیات وخت کیږي چې طالبانو پر نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړلي او تازه یې څو میاشت وړاندې د روغتیایي علومو د زده کړو مرکزونه هم وتړل.
طالب مشرانو په څو ځلي ویلي چې د نجونو زده کړې تر امرثاني ځنډول شوې.