ټیکنالوژي

د آيفون ۱۷ سيريز قیمت او بازار ته د وړاندې کېدو نیټه وړاندې شوه

کابل ټیلیګراف – ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د امريکا مشهورې ټکنالوژيکې کمپنۍ اېپل د نوي آيفون ۱۷ سيريز د بازار ته وړاندې کېدو نیټه او بیه یې روښانه شوه.

د نړيوالو رسنيو د راپور له مخې، د اېپل آيفون ۱۷ سيريز به د سپتمبر له ۱۱مې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې بازار ته وړاندې شي.

په راپورونو کې ويل شوي چې د ۱۷ سيريز به د A19 پرو چپ ولري، چې د ۳ نانو ميټر پرمختللي پروسې په کارولو سره جوړه شوې او موخه يې د اېپل د پرچمي وسايلو لپاره د کارکردګۍ ښه کول دي.

د راپور له مخې، د تلیفون په اندازه کې بدلون نه دی راغلی، يعنې اندازه يې ۶.۹ انچه ده، خو د آيفون ۱۷ سيريز د شا پر کيمره د مربع کيمره سيټ اپ له منځه وړل شوی دی.

د راپور له مخې، د آيفون ۱۷ بيه ۷۹۹ ډالره، د آيفون ۱۷ اېر بيه ۸۹۹ ډالره، د آيفون ۱۷ پرو بيه ۱۶۳۶ ډالره، او د آيفون ۱۷ پرو مېکس بيه ۱۹۲۸ ډالره ښودل شوې ده.

د یادونې وړده، چې دغه قیمتونه د امریکا بازار لپاره دي او په نورو هېوادونو کې به د ټکسونو په لوړيدو سره ورته نرخ ټاکل کیږي.