کابل ټيليګراف (سلواغې ۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ايران د بهرنيو چارو وزیر عباس عراقچي د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار کابل ته ور رسېدلی دی.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند حافظ ضياء احمد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یوه پلاوي په مشري کابل ته راورسېد او د هیواد د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي لوري د وزارت په مقر کې استقبال او تر منځ یې دوه اړخیزه ناسته پیل شوه.
که څه هم په دې اړه نور معلومات نه دي شریک شوي، خو د ایران او افغانستان تر منځ لوې موضوع ګانې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو او د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو موضوع هغه څه دي چې ښايي په دغه سفر کې پرې دوه اړخیز بحثونه وشي.