افغانستانخبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر د طالبانو لوړ پوړو چارواکو سره په کابل کې لیدلي

کابل ټيليګراف (سلواغې ۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي چې نن کابل ته تللی و، د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، د دوی رئیس الوزرا او یو شمېر نورو سره لیدنې او خبرې اترې کړي.

د را پورونو له مخې؛ د طالبانو رئیس الوزرا سره په لیدنه کې عراقچي د اوبو مسئله، د سرحدونو امنیت، د کډوالو مسئله او د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا خبرې اترې کړي.

له دې مخکې، عراقچي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره په یوه غونډه کې ویلي وو چې د تاریخ په اوږدو کې، ایران او افغانستان ښې اړیکې درلودې او که څه هم ځینې لوړې ژورې یې تجربه کړې دي خو په ټولیز ډول دا اړیکې تل مثبتې وې.

هغه زیاته کړه: “د ایران او افغانستان اړیکې په سوداګریزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې په ښه کچه دي او موږ هیله لرو چې دا اړیکې د دواړو ملتونو او دوو هېوادونو د ګټو د خوندي کولو او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت د ګاونډیتوب د اړیکو د پیاوړې کولو لپاره ترې کار واخیستل شي.

عراقچي همداشان د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او کلتوري اړیکو د پراخولو پر اړتیا  ټینګار وکړ او ویې ویل: “که خدای کول نو ورځ تر بلې به نورې اقتصادي او کلتوري اړیکې جوړې او پراخې شي.”

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له طالب چارواکو سره د خبرو اترو لپاره نن سهار د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ.