خبرونهنړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان سوډان کې په یوه روغتون د برید پر مهال د اویا تنو وژل کېدل غندلي

کابل ټيليګراف (سلواغې ۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په سوډان هيواد کې پر یوه روغتون د برید په ترڅ کې چې اویا کسان ووژل شول، د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر په دغه هيواد کې پر طبي تاسیساتو او پرسونل د بریدونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې.

تدروس آدهانوم وویل چې برید په داسې وخت کې وشو چې روغتون له ناروغانو ډک و، په داسې حال کې چې په سوډان کې د سختو بمباریو له امله روغتیايي خدمتونو ته لارسرسی محدود هم محدود شوی.

هغه یادونه وکړه چې پرون په بل ښار کې هم پر یوه روغتون برید وشو، چې ځایي اوسیدونکو او بې ځایه شویو خلکو ته یې د اړینو طبي خدماتو وړاندې کول ګډوډ کړل.

د سوډان کورنۍ جګړه د دوه زره درویشتم کال په اپریل کې د سوډاني پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ د زیاتیدونکي تاوتریخوالي سره پیل شوه، او د دې د پای ته رسولو لپاره د نړیوال منځګړیتوب هڅې تر اوسه ناکامې شوې دي.