افغانستانخبرونه

د افغانستان او درې هېوادونو ترمنځ د اورګاډي اقتصادي دهلېز د همکارۍ تړون تر ۲۰۲۵م کال پورې وغځید

کابل ټيليګراف (سلواغې ۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، د افغانستان، اوزبیکستان، قرغزستان او چین ترمنځ د اورګاډي اقتصادي دهلېز د همکارۍ تړون د ۲۰۲۵ کال تر پایه وغځېد.

دغه تړون اوزبیکستان ته د طالبانو د اوسپنې پټلۍ د مرستیال محمد اسحق صاحبزاده د سفر پر مهال له یادو هېوادونو سره تمدید شوی دی.

د طالبانو د یاد وزارت ویاند وایي، ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او چین ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې څلور زره کانتینرونه سوداګریز توکي لېږدول شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي دغه هوکړه  د هېواد د سوداګرو لپاره ګټوره بولي او پر عملي کېدو یې ټینګار کوي.

د اورګاډي اقتصادي دهلیز چې له چین، قرغزستان او ازبکستان څخه تیریږي او د حیرتان – مزارشریف ریل پټلۍ سره وصلېږي په ۲۰۲۲ کال کې د دغو څلورو هیوادونو له‌خوا جوړ شوی دی.