خبرونهلوبې

ګلبدین نایب د خپلې غوره لوبې جایزه د علي رضا اساهي کورنۍ ته ډالۍ کړه

کابل ټيليګراف (سلواغې ۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پياوړی الرونډ ګلبدین د عربي اماراتو په شل اوریز لیګ کې د خپلې غوره لوبې ۱۶ سوه امریکایي ډالر جایزه د علي رضا اساهي کورنۍ ته ډالۍ کړه.

ګلبدین نایب په دغه لوبه کې په ۴۷ توپونو ۸۰ چټکې منډې وکړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله، چې د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د یادونې وړده، چې د افغانستان د بدني ښکلا مخکښ لوبغاړی علي رضا اساهي وړمه ورځ د زړه دریدو له امله ومړ، چې د شل اوریزو لوبو کپتان راشد خان لخوا یې هم کورنۍ سره د مرستې ژمنه شوې.