لوبې

د پیسو نه ورکړې له امله د BPL لوبو کي ۶ نړیوالو لوبغاړو له لوبیدو ډډه وکړه

کابل ټيليګراف (سلواغې ۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د بنگلديش هيواد سوداگریز لیگ BPL کې د راجشاهي لوبډلې لخوا نړیوالو لوبغاړو ته په ټاکلي وخت د پيسو نه ورکړې له امله شپږو لوبغاړو له لوبېدو ډډه وکړه.

دا دویم ځل دی چې د بنګلدېش په سوداګریز لیګ کې د پیسو نه ورکړې له امله ورته کړنه ترسره کیږي.

دربار راجشاهي نننۍ لوبه د رنګپور رایډرز پر وړاندې د بهرنیو لوبغاړو د نه شتون له امله د ټولو محلي توپ وهونکو په مټ ترسره کړه.

د افغانستان افتاب عالم په هغه لوبغاړو کې شامل دی، چې په یاده لوبډله کې ورته د لوبیدو په موخه پیسې ندي ورکړل شوې.