کابل ټيليګراف (سلواغې ۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د لبنان له جنوب څخه د اسرائيلي پوځ د وتلو د مهالوېش له تېرېدو وروسته خپلو کورونو ته د ستنېدو پر مهال په لبناني اتباعو باندې د اسرائيلي ځواکونو په ډزو کې ۲۲ تنه شهيدان شوي دي.
د لبنان حکومت وايي، د اسراييلي پوځ په ډزو کې ۱۲۴ کسان ټپيان شوي هم دي.
د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، په شهیدانو کې د اردو یو افسر او شپږ ښځې شاملې دي، دغه راز د اسراییلو پوځ په ۱۹ سرحدي کلیو کې ملکي وګړي په نښه کړل.
د يادونې وړ ده چې د لبنان د اوربند د تړون له مخې بايد اسرائيل په دوو مياشتو کې له جنوبي لبنان څخه ووځي، خو په تېرو څو ورځو کې اسرائيلي پوځ له جنوبي لبنان څخه د وتلو څخه انکار وکړ.