کابل ټيليګراف (سلواغې ۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په ننګرهار، غزني، جوزجان او نیمروز ولایتو کې کې د جلا جلا ترافیکي پېښو په پایله کې ۸ کسان مړه او ۱۷ نور ټپيان شوي دي.
سرچینې وایې چې په غزني ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو په پایله کې څلورو کسانو ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.
دغه راز د کابل – جلالاباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له کبله دوو کسانو ژوند بایللی او درې ژوبل دي.
دغه راز هم مهاله د دغه ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې پرمهال یو کس مړ او درې نور زخمیان شوي دي.
بل پلو، سرچینو ویلي چې د جوزجان په خانقاه ولسوالۍ کې هم ترافیکي پېښه شوې چې پکې یو کس مړ دی او درې نور ټپيان دي.
له نیمروز هم سرچینو ویلي چې په دغه ولایت کې د موټرسایکل او ریکشې په ټکر کې پنځه کسان ټپیان شوي دي.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي چې لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼل کیږي.