افغانستانخبرونه

سږکال په میدان وردګ ولایت کې ۱۵۰ مټریک ټنه د مڼو حاصلات راټول شوي

کابل ټيليګراف (سلواغې ۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)  

 د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان په دغه ولایت کې د مڼو د حاصل د زیاتوالي خبر ورکوي.

د یادې ادارې لپاره د طالبانو رییس نیاز محمد عابد ویلي چې سږ کال په دغه ولایت کې ۱۵۰ زره مټریک ټنه د مڼو حاصلات راټول شوي دي.

د هغه په خبره چې تېر کال له میدان وردګو څخه ۱۲۵ زره مټریک ټنه مڼو حاصلات راټول شوي وو چې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

خو بلخوا بڼوال وایې د مناسب بازار نشتون، د حکومت نه پاملرنه او لوړې مالیې چارې ټکنۍ کړي دي.