کابل ټيليګراف (سلواغې ۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ایران هېواد سپاه پاسداران فضايي ځواک خپله درنه بې پیلوټه الوتکه، چې نوم یې “غزه” دی، نن نندارې ته وړاندې کړه.
دغه بنسټ ویلي، په هغه ګډو عملیاتو کې چې د مانور په شکل ترسره شول، د لومړي ځل لپاره، د دې ډرون په وسیله اته هدفونه په دقت سره ویجاړ شوي دي.
ویل کیږي چې د دې بې پیلوټه الوتکې وزرونه دوه ویشت متره دي او د پنځه دیرش ساعتونو لپاره په دوامداره توګه د الوتنې وړتیا لري.
دا الوتکه لږ تر لږه پنځه سوه کیلوګرامه وسلې لیږدولی شي او تر دیارلس پورې بمونه لیږدولی شي.
ویل کیږي، د دغه الوتکې عملیاتي حد تر څلور زره کیلومترو پورې دی.