افغانستانخبرونه

پر رسنیو د طالبانو د بندیزو دوام: طالبانو په پکتیکا کې انځور اخیستل منع کړل

کابل ټيليګراف (سلواغې ۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)    

په پکتیکا کې ځایي سرچینې وایې چې طالبانو په دغه ولایت کې خبریالان د ساه‌لرونکو موجوداتو د انځورونو له اخیستلو څخه منع کړي دي.

سرچینو ویلي چې په پکتیکا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست دا پرېکړه په یوې غونډه کې خبریالانو ته اعلان کړې ده.

د سرچینو د مالوماتو له مخې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولانو دا پرېکړه د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر د قانون د عملي کېدو په موخه کړې ده.

افغان خبریالان وایې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت له کړنو څرګندیږي چې پر رسنیو د بندیزونو دا حکم په تدریجي ډول په ټول افغانستان کې پلي کېږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د مالوماتو له مخېطالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې د هېواد په لسو ولایتونو کې خبریالان د ساه لرونکو موجوداتو د انځورونو له اخیستلو منع کړي او د یو شمېر رسنیو نشرات یې له ځنډ سره مخ کړي دي.