کابل ټيليګراف (سلواغې ۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په نورستان ولایت کې ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې درې ماشومان د شرې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د دې خبر په اړه تر اوسه طالبانو څه ندي ویلي او نه رسنیو د یاد ماشومان د هویت او عمر په اړه جزیات خپاره کړي دي.
په نورستان کې طالبانو تراوسه په دې تړاو څه ویلي نهدي.
د روغتیا نړیوال سازمان څه موده مخکې ویلي و چې پر شري ناروغۍ ۸۰ سلنه اخته کسان له پنځو کلونو کم عمرلرونکي ماشومان دي.
نوموړي سازمان تېرکال په یو راپور کې ویلي و چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ټولټال ۳۳۵ زره او ۶۰ کسان پر شري اخته شوي او له دې جملې څخه یو زرو او ۷۶ کسانو خپل ژوند بایللی دی.