افغانستانخبرونه

کندهار کې د چاودنې له امله دوه ماشومان مړه شوي

کابل ټيليګراف (سلواغې ۸مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوې ناچودې سرګلولې د چاودنې له امله دوه ماشومان مړه شوي دي.

سرچینې وایي، دغه پېښه د یادې ولسوالۍ په حوت عره سیمه کې نن سهار رامنځته شوې او د ماشومانو عمرونه یوولس او پنخلس کاله وو.

په یاد ولایت کې سیمه ییزو طالبانو د پېښې پخلی کړی دی.

ویل کیږي، مړه شوي ماشومان دواړه خپلوان وو.