افغانستانخبرونه

چین د افغانستان په ګډون ځینې هېوادونو سره د چرګانو او څارویو واردات بند کړ

کابل ټيليګراف (سلواغې ۸مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

چین چې د طالبانو نږدې ملګری هېواد بلل کیږي، تازه یې د یو شمېر هېوادونو په ګډون په د څارویو او چرګانو واردات بند کړل

چین له حیواناتو څخه انسان ته د ناروغیو د سرایت د مخنیوي په مقصد د افغانستان په ګډون د یوشمېر آسیايي، افریقايي او اروپايي هېوادونو د څارویو او چرګانو پر واردولو بندیز لګولی دی.

د ازادۍ راډیو د خبر له مخې؛ چین ویلي دي چې د پسونو او وزو د تڼاکو د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره یې له افغانستان، پاکستان، فلسطین، نیپال او بنګلدېش څخه د پسونو او وزو او د دې دوو څاریو د غوښې واردول بند کړي دي.

دا بندیز داسې مهال اعلانېږي چې د روغتیا نړیوال سازمان په بېلابېلو هېوادونو کې د ځینو ساري ناروغیو د خپراوي خبرې ورکړ او ورپسې د چین د ګمرکونو عمومي ادارې د جنوري په ۲۱مه په دې اړه یولړ بیانونه خپاره کړل.

د دې بیانونو له مخې چین د غوښې له لویو تولیدوونکو هېوادو لکه غنا، قطر، سومالیا، کانګو، نایجریا، مصر، بلغایا او نورو هېوادونو څخه د غوښې او له جرمني څخه د خنځیر او د خنځیر د غوښې پر وارداتو هم بندیز لګولی.