
کابل ټيليګراف (سلواغې ۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)
ننګرهار کې یوخصوصي روغتون له ښوونکو او متقاعدو کارکوونکو څخه د ډاکتر فیس د نه اخیستلو پریکړه کړې ده
د روغتون چارواکي وایی دا ګام یې د ښوونکو اومتقاعدو کارکوونکو اقتصادي ستونزو په پام کې نیولو له امله پورته کړی دی
د ننګرهار سپین غر خصوصي پوهنتون اړوند سپین غر مومند تدریسي او معالجوي روغتون د خپرونو مسول اسدالله دولت زی وایي، د روغتون مشرتابه پریکړه کړې چې له دې وروسته که روغتون ته د دولتي او خصوصي ښوونځیو ښوونکي او دغه راز متقاعد کارکوونکي د درملنې په موخه مراجعه کوي، نو له هغوې څخه به د ډاکتر د معاینې فیس نه اخیستل کیږي.
نوموړی وایي، د روغتون مشرتابه دا ګام د ښوونکو او متقاعدو کارکوونکو اقتصادي ستونزو ته په پام او له هغوې سره د مرستې په موخه پورته کړی دی.
د سپین غر تدریسي او معالجوي روغتون د خپرونو مسول پر وینا د هر متخصص ډاکتر لپاره د ناروغ د معاینې په بدل کې درې سوه افغانۍ فیس په نظر کې نیول شوی دی، چې په دې توګه به هره میاشت په اوسط ډول له ښوونکو او متقاعدو کارکوونکو سره زرګونه افغانۍ د روغتون ادارې له لورې مرسته ترسره کیږي.
د هغه پر وینا پر دې سربیره به له ښوونکو او متقاعدو کارکوونکو سره د نورو طبي معاینانو او درملو په برخه کې هم پام وړ مراعت ترسره کیږي.
تر دې وړاندې په خوست ولایت کې د روغتیا پالانو ټولنې هم پریکړه کړې وه چې د دولتي او خصوصي ښوونځیو له ښوونکو څخه به د معاینې په بدل کې فیس نه اخلي.